کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

يو ان ایچ سي ار: پر افغان کډوالو بندیزونو د دوی ژوند له سختو ستونزو سره مخ کړی دی

خبرياله: نازو عمري  د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمشنرۍ یو ان ایچ سي ار په خپل تازه راپور کې خبرداری ورکړی، چې پر افغان کډوالو لګېدلي د تګ راتګ بندیزونه د هغوی ژوند له جدي مالي او بشري ستونزو سره مخ کړی دی. د راپور له مخې، دغه محدودیتونو د افغان کډوالو پر روغتیايي خدمتونو، روزګار او نورو لومړنیو اسانتېاوو منفي اغې…

2026-01-21 10:37 107۱ دقیقې لوستل
يو ان ایچ سي ار: پر افغان کډوالو بندیزونو د دوی ژوند له سختو ستونزو سره مخ کړی دی

خبرياله: نازو عمري 

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمشنرۍ یو ان ایچ سي ار په خپل تازه راپور کې خبرداری ورکړی، چې پر افغان کډوالو لګېدلي د تګ راتګ بندیزونه د هغوی ژوند له جدي مالي او بشري ستونزو سره مخ کړی دی.

د راپور له مخې، دغه محدودیتونو د افغان کډوالو پر روغتیايي خدمتونو، روزګار او نورو لومړنیو اسانتېاوو منفي اغېز کړی دی. 

 راپور وایي، چې په اسلام‌اباد، راولپندۍ، اټک او یو شمېر نورو ښارونو کې د افغان کډوالو نیول، ځورول او فشارونه زیات شوي دي.

یاد سازمان د کډوالو د حقونو د خوندي کولو لپاره د بېړنیو اقداماتو غوښتنه کړې او خبرداری یې ورکړی، چې که نړیواله مداخله ونه شي، د افغان کډوالو مالي او بشري وضعیت به لا پسې خراب شي.

د یو ان ایچ سي ار د شمېرو له مخې، یوازې په ۲۰۲۵ کال کې تر ۱۱ سوو زرو ډېر افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي، چې له دې منځه یې څه باندې ۱۵۴ زره کسان په جبري ډول ایستل شوي دي.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب