د ټولګټو چارو وزارت وياند محمد اشرف حقشناس پر خپله اېکس پاڼه ليکلي، د سالنګ لويه لار د راتلونکي جدي مياشتې تر ۴مې نېټې د لويو باروړونکو موټرو پر مخ تړلي وي.
د سرچينې په خبره، واړه تېز رفتاره موټر کولای شي په دغه لويه لاره تګ را تګ وکړي.
حقشناس دغه راز موټر چلوونکو ته سپارښتنه کړې چې د موټرو لپاره له ځنځيري وسايلو او دغه راز نور اړين ژمني توکی هم له ځان سره ولري.
بايد ياده شي چې د سالنګ لويه لار د ژمي په موسم کې ډېر کله د سختو واورو او توپانونو له امله تړلې وي.




