کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

ټولګټو وزارت: د ورښتونو او سېلابونو له امله د هېواد ځينې لويې لارې تړل شوي

خبريال: حسین الله محمد خېل  د ټولګټو وزارت خبر ورکړی، چې د دوامداره ورښتونو، سېلابونو او د غرونو د ښویېدو له امله يې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې ځینې لارې د ترافیکو پر مخ تړلي دي. ياد وزارت پر خپله اېکس پاڼه ليکلي، په دغه لويو لارو کې د کابل–جلال‌آباد لویه لاره د تنګي غارو په سیمه کې، د پروان –…

2026-04-03 10:25 139۱ دقیقې لوستل
ټولګټو وزارت: د ورښتونو او سېلابونو له امله د هېواد ځينې لويې لارې تړل شوي

خبريال: حسین الله محمد خېل 

د ټولګټو وزارت خبر ورکړی، چې د دوامداره ورښتونو، سېلابونو او د غرونو د ښویېدو له امله يې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې ځینې لارې د ترافیکو پر مخ تړلي دي.

ياد وزارت پر خپله اېکس پاڼه ليکلي، په دغه لويو لارو کې د کابل–جلال‌آباد لویه لاره د تنګي غارو په سیمه کې، د پروان – بامیان مسیر د سیاه‌ګرد او شینواري په ولسوالیو کې، د میدان وردګ– بامیان مسیر د حاجیګک او اوونۍ کوتلونو په سیمو کې، د غور – هرات، غور–کابل لویې لارې او همدارنګه د غور ولایت د یو شمېر ولسوالیو لارې په موقتي ډول د ترافیکو پر مخ تړلي دي.

دغه وزارت وزير ملا محمد عیسی ثاني، ټولو ولایتي ریاستونو ته لارښوونه کړې ده، چې د بارانونو او سېلابونو پر مهال بشپړ چمتووالی ولري او د لارو د بندېدو په صورت کې ژر تر ژره اقدام وکړي.

ټولګټو وزارت له ټولو هېوادوالو غوښتې، چې پرته له بېړنۍ اړتیا څخه، په ځانګړې توګه د شپې له خوا د تړل شویو او زیانمنو لارو پر لور سفر ونکړي.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب