کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

ټولګټو وزارت: د کابل جلال اباد دويم لين سرک‌ چارې به په ټاکلي وخت بشپړې شي

د ټولګټو وزارت وياند پر اېکس ليکلي، د دغه وزارت وزير د کابل - جلال اباد له دويم لين سرک له ۳۲ کيلو متره سرک څخه ليدنه کړې. محمد اشرف حقشناس ليکلي، د دغه سرک چارې چې د کټنګ چارې يې تر ۴۰ مترو پورې رسېږي، ځيني برخې يې بشپړې شوي او د ځينو چارې جريان لري. هغه‌ همداراز زياته کړې، د دغه سرک په اوږدو کې پلونه، پلګوټي او…

2025-12-06 08:55 198۱ دقیقې لوستل
ټولګټو وزارت: د کابل جلال اباد دويم لين سرک‌ چارې به په ټاکلي وخت بشپړې شي

د ټولګټو وزارت وياند پر اېکس ليکلي، د دغه وزارت وزير د کابل - جلال اباد له دويم لين سرک له ۳۲ کيلو متره سرک څخه ليدنه کړې.

محمد اشرف حقشناس ليکلي، د دغه سرک چارې چې د کټنګ چارې يې تر ۴۰ مترو پورې رسېږي، ځيني برخې يې بشپړې شوي او د ځينو چارې جريان لري.

هغه‌ همداراز زياته کړې، د دغه سرک په اوږدو کې پلونه، پلګوټي او استنادي ديوالونه هم جوړیږي.

سرچینې ليکلي، د دغه سرک د جوړېدو چارې په دوو برخو کې عملا جريان لري، او هڅه کوي چې په نړيوالو معيارونو برابر يې په ټاکلي وخت جوړ کړي.

حق شناس زياتوي، قراردادي شرکتونو ته د کار د ښه کيفيت سپارښتنه شوې او پرې ټينګار شوی، چې چارې پر وخت بشپړې کړي.

هغه زياته کړې، د دغه سرک په جوړېدو سره به د خلکو ګڼې ستونزې حل شي.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب