کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

ټولګټو وزارت: په تېر کال کې د شاوخوا ۱۰۰۰ کیلومتره سړک د بیارغونې تړون لاسلیک شوی

د ټولګټو وزارت مسئولینو نن په یو خبري کنفرانس کې وویل، تېر کال کې د شاوخوا ۱۰۰۰ کیلومتره سړک د بیارغونې تړون لاسلیک شوی او اوسمهال د کابل- کندهار لویې لارې د بیارغونې چارې په شدت سره روانې دي.  د ټولګټو وزارت مسولین زیاتوي، د ۶۰۴.۱ کیلومتره سړک ابتدایي، د ۳۲۱.۶۵ کیلومتره سړک توپوګرافي او د ۹۹۷.۴ کیلومتره سړک &nbsp…

2024-08-11 23:18 105۲ دقیقې لوستل
ټولګټو وزارت: په تېر کال کې د شاوخوا ۱۰۰۰ کیلومتره سړک د بیارغونې تړون لاسلیک شوی

د ټولګټو وزارت مسئولینو نن په یو خبري کنفرانس کې وویل، تېر کال کې د شاوخوا ۱۰۰۰ کیلومتره سړک د بیارغونې تړون لاسلیک شوی او اوسمهال د کابل- کندهار لویې لارې د بیارغونې چارې په شدت سره روانې دي. 

د ټولګټو وزارت مسولین زیاتوي، د ۶۰۴.۱ کیلومتره سړک ابتدایي، د ۳۲۱.۶۵ کیلومتره سړک توپوګرافي او د ۹۹۷.۴ کیلومتره سړک  مشاهداتي سروې تر سره کول ۲۷۹.۴۸  کیلومتره سړک د ډیزاین او د ۱۶۰ متره پلونو د ترمیماتي ډیزاین د چارو بشپړېدل او د  ۲۴۴.۸  کیلومتره سړک د ډیزاین چارو پیلول په وروستي یوه کال کې د دغه وزارت له لاسته راوړنو څخه دي.

د مسولینو د معلوماتو له مخې، تېر کال کې د هېواد په کچه د پراختیایي او زېربنایي پروژو د تطبیق له لارې، څه باندې ۱۵ زره تنو ته، په مستقیم ډول د کار زمینه برابره شوې ده.

دغه راز، د وزارت مسولینو زیاته کړه،  د سر پرست حکومت په مالي تمویل سره، په اساسي ډول د۸۰ کیلومتره په اوږدوالي د سالنګ لویې لارې د ۱۰۸ کیلومتره په اوږدوالي د کندهار- ارزګان لویې لارې د ۵۰ کیلومتره په اوږدوالي د ترینکوټ- دهراود سړک او د ۸۰ کیلومتره په اوږدوالي د معروف – ارغستان سړک، بیا رغونه د وزارت تر کار لاندې ده.

د مسولینو په وینا، د ۳۰ کیلومتره په اوږدوالي د هرات- چشت شریف سړک د دویم لاټ او د ۱۵۱ کیلومتره په اوږدوالي د قیصار- لامان حلقوي سړک د دویم، څلورم او پنځم لاټ بیارغونه، د دغه وزارت په کاري لومړیتوبونو کې ځای لري.

دغه راز د وزارت مسولینو زیاته کړه، د خواف – هرات د څلورمې برخې د اول فاز او د حیرتان – مزار د ریلي او غیر ریلي برخو د اساسي ترمیم پروژې تړون لاسلیک شوي او د خواف – هرات د څلورمې برخې د دویم فاز د چارو پیلول هم د وزارت د کاري لومړیتوبونو په سر کې ځای لري.

د وزارت د معلوماتو له مخې، د ۱۵ کیلومتره په اوږدوالي د فرخار – ورسج سړک او د نیمروز ولایت په سرشیلې سیمه کې د ۳۰۰ متره په اوږدوالي د یوه پله د جوړولو چارې بشپړې شوي دي او دغه راز  د ۱۰ کیلومتره په اوږدوالي د ګردېز – زرمت د سړک او د ۲۴.۱۵ کیلومتره په اوږدوالي د کابل – لوګر لویې لارې د دویم لین د جوړولو تړون له خصوصي شرکتونو سره لاسلیک او همدا مهال یې د جوړولو چارې دوام لري.

لیکوال/اېډېټر: Khatera Akbari
Khatera Akbari
Khatera Akbari

خاطره اکبري افغانه خبرياله ده. هغه اوسمهال د افغان پرېس خبري اژانس لپاره د سياسي، ټولنیزو او ورځنيو موضوعاتو په اړه راپورونه ليکي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب