کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

ټول هېواد کې د ۵۵۰ مخابراتي سایټونو منظورې شوې

د مخابراتو او مالوماتي ټکنالوجۍ سرپرست نجیب الله حیات حقاني پکتیا ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې ټول هېواد کې د ۵۵۰ مخابراتي سایټونو د فعالولو خبر ورکړی دی. حقاني ویلي د دغه ۵۵۰ مخابراتي شبکو له فعالولو سره به د هېواد په لري پرتو سیمو د اوسېدونکو د دغه برخې شته ستونزې حل شي. حقاني ویلي دغه مخابراتي سایټونه به د بېلابېلو…

2025-05-30 22:35 23۱ دقیقې لوستل
ټول هېواد کې د ۵۵۰ مخابراتي سایټونو منظورې شوې

د مخابراتو او مالوماتي ټکنالوجۍ سرپرست نجیب الله حیات حقاني پکتیا ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې ټول هېواد کې د ۵۵۰ مخابراتي سایټونو د فعالولو خبر ورکړی دی.

حقاني ویلي د دغه ۵۵۰ مخابراتي شبکو له فعالولو سره به د هېواد په لري پرتو سیمو د اوسېدونکو د دغه برخې شته ستونزې حل شي.

حقاني ویلي دغه مخابراتي سایټونه به د بېلابېلو مخابراتي شبکو له خوا جوړ شي.

د مخابراتو او مالوماتي ټکنالوجۍ وزارت سرپرست ویلي «په دې نوي پروژه کې مو په ټول هېواد کې د ۵۵۰ سایټونو پلان نیولی دی. تاسو د پکتیکا ولایت یادونه وکړه، له یاده شوو سایټونو څخه ۷۴ یې د پکتیکا ولایت مرکز او لیرې پرتو ولسوالیو لپاره منظور شوي دي.»

په همدې حال کې د پکتیا یو شمېر اوسېدونکو یاد ولایت کې د مخابراتي خدمتونو د ښه کېدلو او د شبکې د پوښښ ساحې د پراختیا غوښتنه کړې ده.

د مخابراتو او مالوماتي ټکنالوجۍ وزارت د مالوماتو له مخې په دغه سایټونو کې د پکتیا ولایت لپاره ۴۸ او د پکتیکا لپاره ۷۴ مخابراتي سایټونه منظور شوي چې په مرکزي سیمو او ولسوالیو کې به نصب شي.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب