کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

ټول هېواد کې له ۱۵‌ ميليونو ډېرې برېښنايي تذکرې وېشل شوې

د احصايې او معلوماتو ملي ادارې ويلي، تر اوسه په ټول هېواد کې ۱۵ ميليونه او ۱۸ زره کسانو ته برېښنايي تذکرې وېشل شوې دي. سرچينې ويلي، له ياد‌ شمېر کسانو څخه نهه ميليونه او ۶۷ زره نارينه او پنځه ميليونه او ۹۵۲ زره يې ښځينه دي. وړانډې ليکل شوي، تر ټولو ډېرې شپږ ميليونه او ۲۲۵ زره کابل، يو ميليون او ۶۰۰۰ هرات، ۷۶۵ زره…

2025-01-12 22:01 73۱ دقیقې لوستل
ټول هېواد کې له ۱۵‌ ميليونو ډېرې برېښنايي تذکرې وېشل شوې

د احصايې او معلوماتو ملي ادارې ويلي، تر اوسه په ټول هېواد کې ۱۵ ميليونه او ۱۸ زره کسانو ته برېښنايي تذکرې وېشل شوې دي.

سرچينې ويلي، له ياد‌ شمېر کسانو څخه نهه ميليونه او ۶۷ زره نارينه او پنځه ميليونه او ۹۵۲ زره يې ښځينه دي.

وړانډې ليکل شوي، تر ټولو ډېرې شپږ ميليونه او ۲۲۵ زره کابل، يو ميليون او ۶۰۰۰ هرات، ۷۶۵ زره او ۲۵۶ ننګرهار، ۶۷۸ زره بلخ او سه کم ۵۲۶ زړه بیا کندهار کې وېشل شوي دي.

له سه باندې ۱۵ ميليونو وېشل شويو تذکرو کې شپږ ميليونه په تېر جمهوري نظام او نهه ميليونه بیا په اوسني سرپرست حکومت کې وېشل شوي دي.

بايد يادونه وشي چې تازه د يادې ادارې له لوري د تذکرو د اصلاح په موخه ولايتونو کې هم خدمات پيل شوي دي.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب