د پاکستاني طالبانو تحريک یوه اعلامیه کې، د سند ایالت کراچۍ ښار کې د افغان کډوالو نيول غندلي دي.
اعلامیه کې راغلي، کراچۍ کې نیول شوي افغانان ټول هغه کسان دي، چې هلته ورځنۍ مزدوري کوي او په هېڅ ډول د دې ډلې له غړو او يا هلته بريدونو کې لاس نه لري.
اعلامیه همدا راز زياتوي، په چترال او نورو سرحدي سيمو کې د پاکستاني طالبانو د تحريک بریدونه په هېڅ ډول له افغانستانه نه دي شوي.
دوی د افغانستان له خاورې د دا ډول عملياتو تر سره کول د عقل خلاف او ناممکن کار ګڼلی دی.
ټيټيپي ويلي، پاکستان له يوه لوري افغان حکومت سره د ورورۍ او همکارۍ خبره کوي؛ خو بل لور ته پاکستان کې کډوالو سره بد چلند روان کړی دی.
دغې ډلې د جمعې ورځ (د سپتمبر ۱۵مه) هم د یوه پیغام په خپرولو سره خپلو ليکو کې د افغانانو پر شمولیت بنديز اعلان کړ.
دوی له خپلو ټولو مسوولينو غوښتي، چې د افغانانو جلب او جذب بند کړي.
چترال او ځينو نورو سيمو کې تر بريدونو وروسته، د پاکستان حکومت تور ولګاوه چې دا بريدونه د افغانستان له خاورې شوي دي. دوی د افغانستان له اوسنيو چارواکو بیا بیا وغوښتل، چې د پاکستان پر ضد د خپلې خاورې د کارېدو مخه دې ونيسي.
د نورو اقداماتو تر څنګ د پاکستان حکومت دې هېواد کې د غیر قانوني کډوالو د نيول کېدو عمليات هم پيل کړل. د معلوماتو له مخې د سند ایالت کراچۍ ښار کې شاوخوا ۵۰۰ افغان کډوال نيول شوي دي.
بل لور ته افغان حکومت د پاکستان دغه تورونه بې ځايه وګڼل او یو ځل بيا یې ډاډ څرګند کړ، چې هېچا ته به اجازه ورنکړي؛ تر څو د افغانستان خاوره د پاکستان په ګډون د نورو هېوادونو پر ضد استعمال شي.




