کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

پاکساني پولیسو شاوخوا ۸۰۰ افغان کډوال نیولي

اسلام اباد کې د افغانستان سفارت د شاوخوا ۸۰۰ افغان کډوالو د نیول کېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې دې کې هغه کسان هم شامل دي چې د معتبرې ویزې، PoR کارتونو او ACC اسنادو لرونکي دي. دغه سفارت یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د NOC د ترلاسه کولو شرایطو په اړه د وضاحت نشتون د افغان کډوالو د خپل‌‌سري نیونو او…

2025-01-06 21:40 74۱ دقیقې لوستل
پاکساني پولیسو شاوخوا ۸۰۰ افغان کډوال نیولي


اسلام اباد کې د افغانستان سفارت د شاوخوا ۸۰۰ افغان کډوالو د نیول کېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې دې کې هغه کسان هم شامل دي چې د معتبرې ویزې، PoR کارتونو او ACC اسنادو لرونکي دي.


دغه سفارت یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د NOC د ترلاسه کولو شرایطو په اړه د وضاحت نشتون د افغان کډوالو د خپل‌‌سري نیونو او شړلو لامل شوی دی.


اسلام‌اباد کې د افغانستان سفارت له پاکستان، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو له عالي کمېشنرۍ او د بشري حقونو له نورو بنسټونو غوښتي چې د افغان کډوالو د توقیف په اړه دې دغو اندېښنو ته ژر تر ژره رسېدنه وکړي.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب