کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

پاکستاني پوځیان، د شپې له‌خوا د افغان کډوالو پر کورونو چاپې وهي

افغان پریس  ته رسېدلي مالومات ښيي، چې پاکستاني پولیس د شپې مهال د افغان کډوالو پر کورونو چاپې وهي او زندانونو ته یې وړي. د سرچینو د مالوماتو له مخې، د پاکستاني پولیسو له لوري ان هغه افغان کډوال هم وړل کېږي، چې قانوني اسناد په لاس لري. په پاکستان کې مېشت افغان کډوال وايي، که څه هم دوی څو ځله په دې اړه شکایتونه…

2023-10-22 18:38 153۲ دقیقې لوستل
پاکستاني پوځیان، د شپې له‌خوا د افغان کډوالو پر کورونو چاپې وهي

افغان پریس  ته رسېدلي مالومات ښيي، چې پاکستاني پولیس د شپې مهال د افغان کډوالو پر کورونو چاپې وهي او زندانونو ته یې وړي.

د سرچینو د مالوماتو له مخې، د پاکستاني پولیسو له لوري ان هغه افغان کډوال هم وړل کېږي، چې قانوني اسناد په لاس لري.

په پاکستان کې مېشت افغان کډوال وايي، که څه هم دوی څو ځله په دې اړه شکایتونه کړي؛ خو غږ یې نه دی اورېدل شوی.

د خیبر په چارسده کې د فرهاد په نوم افغان کډوال افغان پریس ته ویلي چې اوس مهال هلته پاکستاني پولیسو د دوی په کورونو هره شپه چاپې اچوي چې دوی یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

د هغه په خبره، ډېری افغان کډوال د پاکستاني پولیسو له لوري وړل کېږي چې ځینې یې بېرته د پیسو په بدل کې راخوشې کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومت د اکتوبر تر وروستیو پورې له دغه هېواد څخه کډوالو ته د وتلو ضرب الاجل ټاکلی دی.

که څه هم د افغانستان اوسني سرپرست حکومت بیا بیا ټینګار کړی؛ خو د پاکستان حکومت په دې برخه کې لاهم له نرمۍ کار نه دی اخیستی.

دوه ورځې وړاندې د ریس الوزرا اداري مرستیال له پاکستان غوښتي و چې پر دې پرېکړه له سره غور وکړي.

په ورته مهال تېره ورځ ملګرو ملتونو هم ویلي چې د افغان کډوالو په اړه یې له پاکستاني حکومت سره خپلې اندېښنې شریکې کړې دي.

د یادونې وړ ده چې په پاکستان کې اوس مهال ۳.۷ میلیونه افغان کډوال ژوند کوي، چې شاوخوا ۶۰۰ زره یې د جمهوریت له سقوط وروسته دغه هېواد ته تللي دي.

 

 

لیکوال/اېډېټر: Shafiq Anzoor
Shafiq Anzoor
Shafiq Anzoor

د کوه نور خبري اژانس د پښتو برخې خبريال

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب