پاکستاني چارواکي وايي، افغان حکومت تر اوسه اجازه نه ده ورکړې، چې د هرات زلزله ځپلو سيمو ته مرستې انتقال کړي.
د «پاکستان ډايلي» ورځپاڼې د ځايي چارواکو له قوله ليکلي، چې دوی اوس هم د اجازې د ترلاسه کولو په تمه دي.
ورځپاڼې د دغه چارواکي له قوله زياته کړې: «تر اوسه د اجازې په تمه یو. مونږ د یکشنبې شپه مرستې چمتو کړي؛ خو لا هم د افغانستان اجازه نه ده ورکړل شوې.»
دغه چارواکي ويلي، چې د اجازې نه ورکولو په ځنډ نه پوهېږي او دا کار ورته حيرانوونکی دی.
ورځپاڼې ليکلي، چې ښايي مرستو ته د اجازې نه ورکولو علت د افغان کډوالو د جبري اخراج په اړه د پاکستان د حکومت پرېکړه وي.
وايي دغې پرېکړې افغان چارواکي ډېر خفه کړي دي.
د پاکستان لومړي وزير یوه ورځ وړاندې پر خپله ټوېټر پاڼه ليکلي وو، چې د افغان چارواکو په غوښتنه یې ۵۰ خېمې، ۵۰۰ کمپلې او درمل د هرات زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره ورولېږل.
افغان چارواکو تر اوسه د پاکساني لوري د مرستې د ردولو او یا رسېدلو په اړه څه نه دي ويلي.
د حکومت وياند، ذبيح الله مجاهد د هغو لسو هېوادونو نومونه خپاره کړي، چې د هرات زلزله ځپلو ته یې مرسته رسولې ده.
دې هېوادونو کې د ازبکستان، ایران، ترکيه، قزاقستان، سعودي عربستان، ترکمنستان، چین، ډنمارک، قطر نومونه شامل دي؛ خو د پاکستان نوم پکې نه ليدل کېږي.
هرات ولایت کې د شنبې ورځې زلزله له دوه زرو ډېر کسان شهیدان او شاوخوا دوه زره نور زخميان کړل.
د څو ورځو په تېرېدو لا هم د ورکو کسانو د موندلو عملیات پای ته نه دي رسېدلي.
د هرات زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره بېلابېلو ولايتونو کې هم خېمې وهل شوې وې او ميليونونه افغانۍ مرسته یې راټوله کړه.
پر دې سربېره، افغان لوبغاړو، پانګهوالو او بهر مېشتو هم زلزله ځپلو سره تر خپلې وسې مرسته وکړه.




