کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

پاکستان: د بهرنیو هېوادونو وېزو ته په تمه افغانانو سره کار نه لرو

د پاکستان  د لنډ مهالي حکومت د کورنیو چارو وزیر سرفراز بګټي ویلي  له هغو افغان کډوالو سره کار نه لري چې د بهرنیو هېوادونو ویزو ته په تمه دي. نوموړي د لویدیځو هېوادونو له یو شمېر دیپلوماتانو سره په کتنه کې ویلي، یوازې به هغه کډوال له خپلې خاورې وباسي چې په ناقانونه ډول اوسېږي. د پاکستاني رسنۍ ایکسپریس ټریبون د…

2023-10-22 20:01 210۱ دقیقې لوستل
پاکستان: د بهرنیو هېوادونو وېزو ته په تمه افغانانو سره کار نه لرو

د پاکستان  د لنډ مهالي حکومت د کورنیو چارو وزیر سرفراز بګټي ویلي  له هغو افغان کډوالو سره کار نه لري چې د بهرنیو هېوادونو ویزو ته په تمه دي.

نوموړي د لویدیځو هېوادونو له یو شمېر دیپلوماتانو سره په کتنه کې ویلي، یوازې به هغه کډوال له خپلې خاورې وباسي چې په ناقانونه ډول اوسېږي.

د پاکستاني رسنۍ ایکسپریس ټریبون د معلوماتو له مخې، بګټي ویلي، لویدیځ هېوادونه باید د هغو کډوالو په اړه اندېښنه ونه کړي، چې د بهرنیو هېوادونو د ویزو په لټه کې دي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره جمعه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند مېتیو میلر له پاکستان څخه غوښتي و، چې د نړیوالې پناه غوښتنې په لټه افغان کډوال باید ونه اېستل شي.

بل لورته بیا شاوخوا ۸۰ امریکايي ډیپلوماتانو هم په یو پرانیستي لیک کې له پاکستان غوښتي چې د افغان کډوالو د اېستلو پروسه ودروي.

دا په داسې حال کې ده چې تازه اروپايي ټولنې هم له پاکستان څخه د افغان کډوالو د اېستلو په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې دا پرېکړه به ډېر افغانان اغېزمن کړي.

لیکوال/اېډېټر: Shafiq Anzoor
Shafiq Anzoor
Shafiq Anzoor

د کوه نور خبري اژانس د پښتو برخې خبريال

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب