کابل (کوه نور، ۶ سنبله ۱۴۰۴):
پاکستانیو ډرون الوتکو د ننګرهار په شینوارو او خوست ولایت کې ډرون بریدونه ترسره کړي دي.
د ځایې سرچینو د مالوماتو په اساس، دې بریدونو کې د ننګرهار د غني خېلو ولسوالۍ د ۲۹ کانال سیمه او د خوست د سپېرې ولسوالۍ سرخاښ سیمه په نښه شوې دي.
له خوسته باخبره سرچینو کوه نور ته دې ولایت کې د درې ماشومانو د وژل کېدو خبر ورکړی؛ خو ننګرهار کې د تلفاتو شمېر له هم نه دی په ډاګه شوی.
د سیمې اوسېدونکو کوه نور ته ویلي، دا پاکستانۍ الوتکې له میاشتو راپه دېخوا د دوی په سیمو پروازونه کوي، څارنه او بریدونه ترسره کوي.
بل پلو پاکستانیو ځواکونو بریدونو کې په نښه شوې ولسوالۍ د پاکستانیو طالبانو یا TTP مرکزونه بللي دي.
پاکستانیو ځواکونو تر دې بریدونو وړاندې نورستان کې هم ورته بریدونه ترسره کړي وو، چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي لخوا یې غندنه شوې وه.
په همدې حال کې یو شمېر سیاسي شنونکو ویلي، افغانستان ورځ تر بلې د سوریې بڼه خپلوي چېرته، چې ګڼ شمېر بهرني ځواکونه په نسبي ازادۍ خپل فعالیتونه ترسره کوي.




