کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

پاکستان د کډوالۍ کارت لرونکي افغانان له دې هېواده نه وباسي

د پاکستان حکومت وايي، هغه افغان کډوال، چې ACC «د افغان اتباعو کارت» او يا POR «د راجسټریشن ثبوت کارت» ولري له دې هېواده نه ايستل کېږي. حکومت له پولیسو او نورو دولتي ادارو غوښتي، هغه مهاجرين چې دا کارتونه لري، باید له ځورولو او نيولو یې ډډه وشي. پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنر…

2023-10-10 12:00 68۲ دقیقې لوستل
پاکستان د کډوالۍ کارت لرونکي افغانان له دې هېواده نه وباسي

د پاکستان حکومت وايي، هغه افغان کډوال، چې ACC «د افغان اتباعو کارت» او يا POR «د راجسټریشن ثبوت کارت» ولري له دې هېواده نه ايستل کېږي.

حکومت له پولیسو او نورو دولتي ادارو غوښتي، هغه مهاجرين چې دا کارتونه لري، باید له ځورولو او نيولو یې ډډه وشي.

پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د پاکستان د حکومت د دغه مکتوب يوه کاپې پر اېکس ټولنیزه پاڼه خپره کړې ده.

په مکتوب کې راغلي: «هغه افغان کډوال چې د افغانستان اتباعو کارت ACC او د راجسټريشن ثبوت کارت  POR ولري، اجازه لري چې په موقت ډول پاکستان کې پاتې شي او په خپله خوښه خپل هېواد ته ستانه شي.»

د پاکستان حکومت د يونسيار په همکارۍ افغان کډوالو ته د راجسټريشن دا کارتونه کلونه وړاندې وېشلي، چې هر کال نوي کېږي. د دغو کارتونو تعداد شاوخوا یو نیم میليونو ته رسېيږي.

یو شمېر افغان کډوال شکايت کوي، چې د دغو کارتونو د اعتبار نېټه یې پای ته رسېدلې او پاکستاني پولیس یې په همدې بهانه هم ځوروي.

د پاکستان حکومت څه موده وړاندې د دغه افغان کډوالو د جبري اخراج پرېکړه هم اعلان کړې وه. دوی ويلي وو، چې د نومبر له لومړۍ نېټې وروسته به یواځې د پاسپورټ او قانوني ويزې درلودونکي افغان کډوال په دې هېواد کې د اوسېدنې اجاره ولري.

د پاکستان حکومت په پام کې لري چې د اکتوبر تر پایه له دغه هېواده بې اسناده کډوال وباسي.

د افغان کډوالو د جبري اخراج پرېکړه د سرپرست حکومت د چارواکو او نړۍوالو بنسټونو له سخت غبرګون سره مخ شوه.

د توندو څرګندونو سربېره افغان حکومت د کډوالو د وضعيت د څېړلو لپاره ځانګړی کمېسیون جوړ کړ او د سپین بولدک او تورخم دروازو کې یې د کډوالو لپاره د کمپونو جوړولو تصميم هم ونيوه.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب