کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

پاکستان کې له افغان کډوالو سره د یاد هېواد د پولیسو بد چلند ډېر شوی

پاکستان کې د افغان کډوالو د ویستلو مودې ته له درې ورځو کم وخت پاتې دی خو هلته افغان کډوال د کور پر کور تالاشۍ او د دوی د نیولو د بهیر د بیا پیل کېدو خبر ورکوي. په یاد هېواد کې مېشت افغانان وایې چې د پاکستاني پولیسو لخوا یې پر کورونو نیمه شپه چاپې وهل کېږي، هغوئ زوروي او تر دې پورې چې د قانوني اسنادو لرونکي کسان هم نیول…

2025-03-28 20:56 104۱ دقیقې لوستل
پاکستان کې له افغان کډوالو سره د یاد هېواد د پولیسو بد چلند ډېر شوی

پاکستان کې د افغان کډوالو د ویستلو مودې ته له درې ورځو کم وخت پاتې دی خو هلته افغان کډوال د کور پر کور تالاشۍ او د دوی د نیولو د بهیر د بیا پیل کېدو خبر ورکوي.

په یاد هېواد کې مېشت افغانان وایې چې د پاکستاني پولیسو لخوا یې پر کورونو نیمه شپه چاپې وهل کېږي، هغوئ زوروي او تر دې پورې چې د قانوني اسنادو لرونکي کسان هم نیول کېږي.

بل خوا پاکستانۍ"ډان"ورځپاڼې هم خبر ورکړی چې ددغه هېواد په راولپنډۍ ښار کې ۹۲۳ تنه افغانان نیول شوي دي.

ددغې ورځپاڼې د راپور په اساس د نیول شویو کسانو له جملې څخه تر اوسه بیرته افغانستان ته ۲۱۳ تنه لېږدول شوي دي.

په همدې حال کې د بښنې نړۍوال سازمان په پاکستان کې له افغان کډوالو سره روان چلند بې رحمانه ځپل بللی دی.

 دغه سازمان په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې له ۲۰۲۳ زیږیز کال را په دېخوا څه د پاسه ۸۴۰ زره افغانان د یاد هېواد پرېښودلو ته اړ شوي دي.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب