د پروان ولایت د برېښنا شرکت مسؤولان دغه ولایت کې د خپل یو کارکوونکي د وژل کېدو خبر ورکوي.
دغه ولایت کې د برېښنا شرکت رئیس انجینر عارف احمدي وايي، د «لالا اغا» په نوم یو کارکوونکی یې یې نن دوشنبه د (سپټمبر ۱۸) د برېښنا د یو لین د جوړېدو پرمهال برېښنا نیولی او وژل شوی دی.
نوموړي د دې پېښې په اړه نور جزیات نه دي ورکړي، خو د ځايي سرچینو د معولوماتو له مخې یاد کس سهار اتهنیمې بجې د مرکز چاريکار په جیکل سیمه کې د برېښنا د یوې پایې پر سر په کار بوخت و.
د یادونې وړ ده چې یاد کس د همدې ولایت د «جبلالسراج» ولسوالۍ اوسیدونکی او ۴۵کاله عمر یې درلود چې له تېرو ۱۸کالو راهیسې یې پروان ولایت کې له برېښنا شرکت سره په تخینکي برخه کې کار کوو.




