کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

پروان کې د ۳۶۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د بر‌ېښنا یو سبسټېشن منظور شوی

خبريال: فرمان الله زبيرزی د برېښنا شرکت خبر ورکړی، چې دپروان باریکاب ولسوالۍ صنعتي پارک کې د حکومت اقتصادي کمېسیون له لوري د ۳۶۰ میلیونو افغانیو په ارزښت له ۲۰-۲۲۰ کیلو ولټ برېښنا سبسټېشن جوړولو پروژه منظوره شوې ده. برېښنا شرکت پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، یاد سبستېشن کې د ۱۲۶ مېګاولټ امپایر په ظرفیت دوه ټرانسفارمرونه، ۱۲…

2025-12-06 09:11 201۱ دقیقې لوستل
پروان کې د ۳۶۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د بر‌ېښنا یو سبسټېشن منظور شوی

خبريال: فرمان الله زبيرزی

د برېښنا شرکت خبر ورکړی، چې دپروان باریکاب ولسوالۍ صنعتي پارک کې د حکومت اقتصادي کمېسیون له لوري د ۳۶۰ میلیونو افغانیو په ارزښت له ۲۰-۲۲۰ کیلو ولټ برېښنا سبسټېشن جوړولو پروژه منظوره شوې ده.

برېښنا شرکت پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، یاد سبستېشن کې د ۱۲۶ مېګاولټ امپایر په ظرفیت دوه ټرانسفارمرونه، ۱۲ خروجي فیډرونه او یو لین جوړول شامل دي.

د سرچینې دمعلوماتو پر اساس، د دې سبسټېشن له جوړېدو سره به نه يوازې د پروان ولايت صنعتي پارک ته؛ بلکې ګڼو هستوګنيزو کورونو، سوداګريزو مرکزونو، روغتيايي ادارو او نورو اړونده برخو ته دوامداره برېښنا برابره شي

باید وویل شي، چې دیا د سبسټېشن دجوړلو چارې به په ۱۸ میاشتو په موده کې بشپړې شي

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب