د کډوالو د ستونزو د حل کمیسیون ويلي، چې د دوشنبې په ورځ سلګونه کډوالې کورنۍ د هېواد له بېلابېلو پولو افغانستان ته راستانه شوي دي.
د دې کمیسیون د معلوماتو له مخې، د کندهار ولایت د سپینبولدک له لارې ۱٬۱۲۵ کورنۍ، چې شپږ زره او ۵۸۰ تنه کېږي او د هلمند ولایت د بهرامچې له لارې ۱۲۳ کورنۍ، چې ۷۴۴ تنه کېږي، هېواد ته راستانه شوي او ثبت شوي دي.
سرچینې همداراز ویلي، د هرات ولایت د اسلامقلعې له لارې ۶۸ کورنۍ (۳۷۶ تنه) او د نیمروز ولایت د ابریشم له لارې ۶۶ کورنۍ (۲۶۹ تنه) هېواد ته داخل شوي دي.
د دې ترڅنګ، یو زر ۴۵۰ نور مسافرین هم د ابریشم له لارې افغانستان ته راستانه شوي دي.
خو ورته وخت کې، د تورخم پوله لا هم د افغان مسافرینو پر مخ تړلې ده، چې دې بندښت کډوالو ته ګڼې ستونزې راولاړې کړې دي.
یو شمېر مهاجرین د پولې دواړو خواوو ته ورځو راهیسې بند پاتې دي او له سرپناه، خوړو او نورو لومړنیو اسانتیاوو له نشتوالي سره مخ دي.




