کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

پر ملکيانو د پاکستان د بريدونو دوام؛ کونړ کې اوولس تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

دحکومت مرستیال وياند حمدالله فطرت ويلي، چې پاکستاني پوځي رژیم يو ځل بیا د ملکي خلکو کورونه، مسجدونه، مکتبونه او روغتيايي مرکزونه په نښه کړې دي. د فطرت پر وينا، په دغه بريدونو کې ۳ تنه شهيدان او ۱۴ نور بیا ټپيان شوي، چې ډیری یې ميرمنې او ماشومان دي. فطرت زياتوي، په دغه بريدونو کې د دغې ولسوالۍ دوه د انجونو او هلکانو ښوو…

2026-05-04 07:33 93۱ دقیقې لوستل
پر ملکيانو د پاکستان د بريدونو دوام؛ کونړ کې اوولس تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

دحکومت مرستیال وياند حمدالله فطرت ويلي، چې پاکستاني پوځي رژیم يو ځل بیا د ملکي خلکو کورونه، مسجدونه، مکتبونه او روغتيايي مرکزونه په نښه کړې دي.

د فطرت پر وينا، په دغه بريدونو کې ۳ تنه شهيدان او ۱۴ نور بیا ټپيان شوي، چې ډیری یې ميرمنې او ماشومان دي.

فطرت زياتوي، په دغه بريدونو کې د دغې ولسوالۍ دوه د انجونو او هلکانو ښوونځي او دوه جوماتونه ويجاړ شوی او همدارنګه ۸۰ څاروي پکې تلف شوي دي.

د یادونې وړ ده، چې پوځي رژيم تر دې وړاندې هم د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې ملکي وګړي په نښه کړي دي.

لیکوال/اېډېټر: Farmanullah zubairzai
Farmanullah zubairzai
Farmanullah zubairzai

فرمان سهار د کوه نور خبريال دی او په رسنیو کې د کار کولو دوه کلنه تجربه لري. سهار د لغمان پوهنتون ژورنالېزم پوهنځي څخه فارغ دی او اوسمهال کوه نور خبري اژانس لپاره په سياسي او ټولنیزو مسايلو خبرونه او راپورونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب