پنجشیر کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې د مطبوعاتو دفتر ویلي، دغه ولایت کې د وروستیو سیلابونو په پایله کې د استوګنې ۲۴ کورونه، لسګونه کانالونه، ۳۶ کیلومتره سړکونه، د اوبو رسولو شبکې، لسګونه جریبه ځمکه او سلګونه ونې له منځه تللي دي.
مسوولانو ویلي: «د دغو وروستیو سیلابونو په پایله کې د استوګنې ۲۴ کورونه، ۱۱۹ کانالونه، ۳۶ کیلومتره سړکونه، د برېښنا ۹ واړه دستګاوې، د اوبو رسولو ۶ شبکې، ۳۶۴ جریبه ځمکه، یو زره ۱۱۰ ونې او ۳۳ څاروي له منځه تللي دي.»
دوی زیاته کړه چې دغو سېلابونو کې ۳۳ څاروي هم تلف شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په ننګرهار، لغمان، کونړ او پنجشیر ولایتونو کې ناڅاپي سېلابونو خلک له هره اړخه سخت ځپلي دي.




