کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

پنجشېر کې د څه باندې ۱۰۰ میلیونه افغانیو په لګښت لسګونه پروژې ګټې اخستنې ته سپارل شوي

خبریال: فرمان الله زبیرزی د پنجشېر ولایت مسولینو خبر ورکړی، چې د یاد ولایت په دره او پریان ولسوالیو کې د ۱۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت د ۶۲ بېلابېلو پروژو کارونه بشپړ او ګټې اخستنې ته سپارل شوي دي. د پنجشېر د والي د ویاند سیف الدین لټون پر وینا، په دغو پروژو کې استنادي دیوالونه، پلې لارې، د پاکو اوبو رسولو شبکې او د کالو…

2025-12-15 02:17 137۱ دقیقې لوستل
پنجشېر کې د څه باندې ۱۰۰ میلیونه افغانیو په لګښت لسګونه پروژې ګټې اخستنې ته سپارل شوي

خبریال: فرمان الله زبیرزی

د پنجشېر ولایت مسولینو خبر ورکړی، چې د یاد ولایت په دره او پریان ولسوالیو کې د ۱۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت د ۶۲ بېلابېلو پروژو کارونه بشپړ او ګټې اخستنې ته سپارل شوي دي.

د پنجشېر د والي د ویاند سیف الدین لټون پر وینا، په دغو پروژو کې استنادي دیوالونه، پلې لارې، د پاکو اوبو رسولو شبکې او د کالونو جوړول شامل دي.

نوموړی زیاتوي، چې په پنجشیر کې د پاکو اوبو رسولو د ۱۰۰ نورو نورو شبکو کارونه هم روان دي.

د یادونې وړ ده، چې یادې پروژې د نړۍوال بانک په مالي لګښت جوړې شوي دي.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب