کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

پنجشېر کې روان کال ۹۳ ميليونه افغانۍ عواید راټول شوي

د پنجشېر مستوفیت ادارې مسوولان وایې چې د روان ۱۴۰۳ کال په تېرو نهو میاشتو کې یې ۹۳ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي.   ددغه ولایت د مستوفیت ادارې د عوایدو مدیر لطف الله باور وایې چې یادې ادارې د روان کال په تېرو نهه میاشتو کې د سیمه یزو ادارو، خصوصي شرکتونو، اصنافو او ځینو نورو بېلابېلو عایداتي سرچینو څخه ۹۳ میلی…

2025-01-01 21:13 72۱ دقیقې لوستل
پنجشېر کې روان کال ۹۳ ميليونه افغانۍ عواید راټول شوي

د پنجشېر مستوفیت ادارې مسوولان وایې چې د روان ۱۴۰۳ کال په تېرو نهو میاشتو کې یې ۹۳ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي.

 

ددغه ولایت د مستوفیت ادارې د عوایدو مدیر لطف الله باور وایې چې یادې ادارې د روان کال په تېرو نهه میاشتو کې د سیمه یزو ادارو، خصوصي شرکتونو، اصنافو او ځینو نورو بېلابېلو عایداتي سرچینو څخه ۹۳ میلیونه افغانۍ عواید راټول او د دولت خزانې ته سپارلي دي.

 

باور وایې په دغه ولایت کې عواید په شفاف ډول راټولېږي او په وینا یې چې هڅه کوو ترڅو د عوایدو کچه تر ټاکل شوې اندازې لوړه کړو.

 

نوموړي ویلي د پنجشېر مستوفیت ادارې تل د عوایدو په راټولونه کې جدي څارنه کړې ترڅو عایداتې سرچینې په اغېزمنه توګه مدیریت شي.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب