پکتيکا، غزني، باميان، کابل او بدخشان ولایتونو کې د شپږ ترافيکي پېښو له امله نهه تنه مړه او لس نور ټپيان شوي دي.
نن «دوشنبه د سپتمبر ۱۶مه» د کابل بګرام پر لاره د دوه کرولا موټرو د ټکر له امله درې تنه مړه او يو بل سخت تپي شوی دی.
ځايي سرچينې وايي، په مړو کې يو کوچنی ماشوم هم شامل دی.
بل لوري ته د پکتيکا مرکز ښرنې ښار اړوند د خاچي سيمه کې يو عراده فريمو موټر او ټراکټور سره جنګېدلي، چې له امله یې درې تنه مړه او څلور نور ټپيان شوي دي.
د پکتيکا ولایت مقام وايي، فريمو موټر له غزني ولایت څخه ښرنې ښار ته پر لاره وو.
همدې حال کې د بدخشان امنيتي مسوولان هم دې ولایت کې د يوه ډاډسن موټر د چپه کېدو خبر ورکوي.
د دې ولایت امنیه قومنداني وايي، د ډاډسن موټر د چپه کېدو له امله یو تن مړ او دوه نور ټپيان شوي دي.
په ورته وخت کې بامیانو ولایت څخه ځايي سرچینو په دغه ولایت کې د دوو جلا ترافیکي پېښو د رامنځته کېدو خبر ورکړی دی.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، لومړۍ پېښه د دغه ولايت په مرکز «یک درخت» سيمه کې د موټرسايکل او موټر ترمنځ د ټکر له امله رامنځته شوې، چې له امله يې يوه مېرمن وژل شوې او يو تن ټپي شوى دى.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، د باميانو ولايت په شيبر ولسوالۍ کې هم د يوه بار وړونکي موټر د چپه کېدو له امله د دې لارۍ چلوونکى ټپي شوى دى.
له بلې خوا په غزني کې سرچينې تاييدوي، چې د کابل-کندهار پر لويه لاره قره باغ ولسوالۍ کې د دوو سراچه ډوله موټرو د ټکر له امله يو تن وژل شوى او پنځه نور ټپيان دي.
هېواد کې د ډېرو ترافيکي پېښو د رامنځته کېدو علت د سړکونو خرابوالی او د موتر چلوونکو بې احتياطي ښودل کېږي.




