د اوبو او انرژۍ وزارت نن ورځ په یوه خبر پاڼه کې ویلي چې ددغه وزارت په مالي لګښت په پنجشېر ولایت کې د ۴۰ میلیونه افغانیو په ارزښت څلور پروژې بشپړې شوې دي.
په خبر پاڼه کې راغلي دغه پروژې د یاد ولایت په شتل، رخه او دره ولسوالیو کې بشپړې شوې چې استنادي دېوالونه او ځینې نورې پروژې پکې شاملې وې د ۴۰ میلیونه او ۴۴۸ زره افغانیو په ارزښت بشپړې شوې دي.
یاد وزارت د پنچشېر ولایت د مسوولانو له قوله ویلي چې ددغې پروژو د کار په جریان کې ګڼ شمېر کسانو ته د کار زمینه برابره شوې وه چې له بشپړېدلو سره یې سلګونه هکټاره کرنیزه ځمکه د سېلابونو له ګواښ څخه خوندې شوې ده.
د یادولو ده چې سرپرست حکومت په ټول هېواد او په ځانګړې توګه په پنجشېر ولایت کې د درې کلونو په اوږدو کې ګڼې پروژې پلې کړې دي چې د ځایې اوسېدونکو له پاره یې په کرنیزه او نورو برخو کې اسانتیاوې رامنځته کړې دي.




