کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

په ایران کې نږدې ۲۰۰ بندیان افغانان بیرته هېواد ته رالېږل شوي

د ایران په بېلابېلو زندانونو کې نږدې ۲۰۰ افغان بندیان د یاد هېواد د حکومت لخوا سرپرست حکومت ته سپارل شوي دي. د زندانونو چارو سمون ادارې ریئس محمد یوسف مستري ددغه بندیانو جرم په ایران کې د نشه یې توکو قاچاق او ساتل یاد کړي دي. نوموړي ویلي دغه افغان بندیان ۱۹۹ تنه دي چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو پورې تړاو لري او د یوې…

2025-04-18 20:31 92۱ دقیقې لوستل
په ایران کې نږدې ۲۰۰ بندیان افغانان بیرته هېواد ته رالېږل شوي

د ایران په بېلابېلو زندانونو کې نږدې ۲۰۰ افغان بندیان د یاد هېواد د حکومت لخوا سرپرست حکومت ته سپارل شوي دي.

د زندانونو چارو سمون ادارې ریئس محمد یوسف مستري ددغه بندیانو جرم په ایران کې د نشه یې توکو قاچاق او ساتل یاد کړي دي.


نوموړي ویلي دغه افغان بندیان ۱۹۹ تنه دي چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو پورې تړاو لري او د یوې اوونۍ په اوږدو کې به خپلو کورنیو ته وسپارل شي.

ایراني چارواکو هم ویلي چې دغه بندیان په یاد هېواد کې د نشه یې توکو د قاچاق، جنایې جرمونو او له پولې په غیر قانوني توګه د اوښتو په تور نیول شوي و چې بیرته سرپرست حکومت ته سپارل شوي دي.

دغه ۱۹۹ تنه افغان بندیان له ایرانه په داسې حال کې هېواد ته راستنېږي چې یوه میاشت مخکې هم له ۲۰۰ ډېر افغان بندیان د نیمروز بندر له لارې له ایرانه هېواد ته را اړول شوي وو.

د نیمروز د سیمه ییزو مسوولانو په وینا له ایرانه به هېواد ته د افغان بندیانو د رالېږلو لړۍ دوام لري.

د یادونې وړ ده چې ددغه بندیانو له ډلې ګڼ شمېر یې د اوږد مهاله بند په سزا محکوم شوي و.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب