د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د روان ۱۴۰۳ کال په چنګاښ میاشت کې د ټول هېواد په کچه د الکترونیکي تذکرو او آسان خدمت ۷۶ وېش څانګو له لارې ۱۲۰ زره او ۱۴۵ هېوادوالو ته الکترونیکي تذکرې وېشلې دي.
د یادې ادارې ویاند محمد حلیم رفع وایي، د روان کال په چنګاښ میاشت کې د وېشل شویو تذکرو ترټولو ډېرې یې په کابل ولایت کې وېشل شوې چې شمېر یې نږدې ۳۱ زره ته رسیږي.
د نوموړي په خبره تر کابل وروسته هرات کې ۹زره، کندوز کې ۸ زره او ۱۶۶، بلخ کې ۷ زره او ۸۰۰ او په ننګرهار ولایت کې ۳ زره او ۵۵۰ الکترونیکي تذکرې وېشل شوې دي.
د یادونې وړ ده چې د روان کال په چنګاښ میاشت کې د ټول هېواد په کچه ۹زره او ۲۵۰ نورو کسانو ته د الکترونیکي تذکرو له وېش وروسته خدمتونه هم وړاندې شوي دي.




