کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

په سمنګان کې ترافیکي پېښې له امله څلور تنه مړه شوي او پنځه نور ژوبل دي

خبرياله: نازو عمري  د سمنګان ولایت د مرکز ایبک ښار د رباط په سیمه کې؛ د یوې ترافیکي پېښې له امله څلور تنه مړه او پنځه نور ټپیان شوي دي.د سمنګان د امنیه قوماندانۍ ویاند حشمت‌الله رحماني ویلي، پېښه د سراچه او کرولا موټرو سره د اکتروز ډوله باروړونکي موټر د ټکر له امله رامنځته شوې ده. د رحماني په خبره، ټپیان…

2026-02-08 04:32 101۱ دقیقې لوستل
په سمنګان کې ترافیکي پېښې له امله څلور تنه مړه شوي او پنځه نور ژوبل دي

خبرياله: نازو عمري 

د سمنګان ولایت د مرکز ایبک ښار د رباط په سیمه کې؛ د یوې ترافیکي پېښې له امله څلور تنه مړه او پنځه نور ټپیان شوي دي.
د سمنګان د امنیه قوماندانۍ ویاند حشمت‌الله رحماني ویلي، پېښه د سراچه او کرولا موټرو سره د اکتروز ډوله باروړونکي موټر د ټکر له امله رامنځته شوې ده.
 د رحماني په خبره، ټپیان له پېښې وروسته روغتون ته لېږدول شوي او د ځینو روغتیایي وضعیت نازک ښودل شوی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې وړمه ورځ  د بدخشان ولایت د ارغنج‌خوا په والسوالۍ کې د یوې، ترافیکي پېښې له امله ۱۲ تنه مړه او درې نور ټپیان شوي وو.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب