کابل (کوه نور ۲۵ سرطان ۱۴۰۴): د غزني ولایت د پوهنې ریاست خبر وکړی، چې د دغه ولایت په مرکز او یو شمېر نورو جنوبي ولسوالیو کې نږدې ۲۵۰ ښوونځي ودانۍ نه لري او زده کوونکي یې د ونو او دېوالونو سیورو لاندې زده کړې کوي.
د دغه ولایت د پوهنې ریئس ناصر احمد حسیني له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، دا بې ودانیو ښوونځي چې یو شمېر یې د پخوانیو ج.ګړو پر مهال ویجاړ شوي او بیا نه دي جوړ شوي؛ په غزني ښار او نږدې ۱۸ ولسوالیو کې پراته دي.
حسیني ویلي، دا ډول ښوونځي ۲۸ دانې په غزني ښار، ۲۰ په ناوه، ۱۲ په ګېرو، اته په خواجه عمري، جاغوري او اجرستان، نهه په مقر او اندړ، ۱۸ په ګېلان، شپږ په زنګخان، اته په رشېدان، ۱۵ په ده یک، ۱۴ په جاغتو، ۱۲ په ناور، ۱۴ په اب بند، ۱۷ په مالستان او ۲۵ نور په قره باغ ولسوالیو کې شتون لري.
د هغه پر وینا، د دغه شمېر ښوونځيو د ودانیو د نه لرلو له امله نږدې ۱۵۰ زره زده کوونکي د شنه اسمان لاندې بې له سرپنا خپلو زده کړو ته دوام ورکوي.
نوموړي ویلي، د ښوونځیو د ودانیو نه لرلو ستونزه یې په کابل کې له مسوولانو او نړۍوالو بنسټونو سره شریکه کړې ده.
د غزني د پوهنې ریئس دا هم ویلي، چې روان کال د ماشومانو د ملاتړ صندوق "یونیسف" لخوا د ۲۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۲۵ ښوونځیو لپاره د ودانیو جوړولو کارونه پیل شوي دي.
هغه ویلي، د پاتې نورو ښوونځیو د ودانیو جوړولو لپاره د مسوولانو لا ډېرې پاملرنې ته هیله لرم.




