خبرياله: نازو عمري
په خیبر ولسوالۍ لواړګي بازار کې لسګونه سوداګر، قبایلي مشران او عام خلک د یو پراخ لاریون په ترڅ کې د تورخم دروازې د پرانیستلو غوښتنه وکړه.
معترضین، چې د باچا خان چوک کې راټول شوي وو، له پاکستان حکومته یې وغوښتل چې له افغانستان سره تړلې دروازې بېرته خلاصې کړي څو سوداګري، تګ راتګ او د خلکو ژوند عادي حالت ته راوګرځي.
ویناوالو، چې پکې د سوداګرو اتحادیې، سیاسي ګوندونو او قبایلو استازي هم شامل وو، وویل چې د تورخم بندښت دوه اړخیزه سوداګري له سختو ستونزو سره مخ کړې او زرګونه کسان یې بې روزګاره کړي دي.
هغوی د پاکستان پر حکومت نیوکه وکړه او ټینګار یې وکړ چې سوداګري باید د سیاسي کړکېچ ښکار نه شي.
که څه هم د دواړو هېوادونو تجارانو او سیاسي فعالانو وار له مخه څو ځله د لارو خلاصېدو غوښتنه کړې، خو تر دې دمه د پاکستان له خوا عملي اقدام نه دی شوی.




