په پکتیکا ولایت کې د تېر کال زلزله ځپلو لپاره د استوګنې زر کورونه جوړ شول.
په یاد ولایت کې د طبعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست رئیس مطیع الله منصور افغان پریس ته ویلي چې دا کورونه په برمل ولسوالي کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي شورا په مالي لګښت جوړیږي.
نوموړی وايي، هر کور دوه د اوسېدو خونې، يو تشناب او دهليز لري، ۴۸۰۰ ډالر او پر ټوله پروژه څلور ميليونه او اته سوه زره امريکايي ډالر لګښت راغلی.
ځايي خلک د دې کورونو په جوړيدو خوښ دي او په خبره يې له دې وړاندې د سرپناه نشتوالي له امله له ستونزو سره مخ و.
دا په داسې حال کې ده چې سږ کال په هرات کې د زلزلو له کبله د خلکو لسګونه کورونه ونړېدل، چې اوس مهال د سرپناه په برخه کې له جدي ستونزو سره مخ دي.
په پکتیکا کې د زلزله ځپلو لپاره کورونه جوړ شول.
په پکتیکا ولایت کې د تېر کال زلزله ځپلو لپاره د استوګنې زر کورونه جوړ شول.په یاد ولایت کې د طبعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست رئیس مطیع الله منصور افغان پریس ته ویلي چې دا کورونه په برمل ولسوالي کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي شورا په مالي لګښت جوړیږي.نوموړی وايي، هر کور دوه د اوسېدو خونې، يو تشناب او دهليز لري، ۴۸۰۰…




