چارواکي وايي، د کندهار د تخه پل ولسوالۍ د مېل پله په سیمه کي د دوو ډلو تر منځ د مځکي پر سر فزیکي شخړه رامنځ ته سوې چي په ترڅ کي يې لس تنه ټپيان سوي.
د کندهار د امنيه قومندانۍ وياند حافظ صابر وايي چې ، دا پېښه د تيرې پنجشنبه ماسپښين رامنځ ته سوې چي له امله يې لس تنه سربېرن ټپيان سوي.
د چارواکو په خبره، د پيښي په اړه پلټني رواني دي تر څو معلومه کړي چي اصلي لامل يې څه وو.
بل خوا د سیمي اوسېدونکي وایي، په دې پېښه کي له لسو تنو ټپیانو څخه د څلورو تنو روغتیايي حالت یې د اندېښنې دی.
په دې وروستيو کي په کندهار کي د مځکو پر سر جنجالونه زيات سوي چي ځيني وخت فزيکي شخړي هم رامنځ ته کيږي.




