کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

په یو شمېر ولایتونو کې د سېلابونو راوتلو خبرداری ورکړل شوی

کابل (کوه نور، ۱۰ سنبله ۱۴۰۴): د اوبو او انرژۍ وزارت د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د اوبو کچې لوړېدو او سېلابونو راوتلو خبرداری ورکړی دی. د یاد وزارت له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې د وږي له ۱۱مې څخه تر ۱۳مې پورې د نسبتا تېزو بارانونو وړاندوینه شوې ده. سرچینې زیاته کړې، چې په یادو ولایتونو کې خوست، پکتیا، لو…

2025-09-01 04:01 195۱ دقیقې لوستل
په یو شمېر ولایتونو کې د سېلابونو راوتلو خبرداری ورکړل شوی

کابل (کوه نور، ۱۰ سنبله ۱۴۰۴): د اوبو او انرژۍ وزارت د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د اوبو کچې لوړېدو او سېلابونو راوتلو خبرداری ورکړی دی.

د یاد وزارت له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې د وږي له ۱۱مې څخه تر ۱۳مې پورې د نسبتا تېزو بارانونو وړاندوینه شوې ده.

سرچینې زیاته کړې، چې په یادو ولایتونو کې خوست، پکتیا، لوګر، کاپیسا، ننګرهار، کونړ او نورستان شامل دي.

د اوبو او انرژۍ وزارت له خلکو غوښتي، چې د سېلابونو پر مهال سیندونو ته له نږدې کېدو ډډه وکړي.

یاد وزارت دا خبرداری داسې مهال ورکړی، چې روانه اوونۍ په ننګرهار کې د سېلابونو له امله ۵ تنه مړه او ۱۵ نور ټپیان شوي وو.

په افغانستان کې هر کال د ورښتونو او سېلابونو له امله سلګونه کسان خپل ژوند له لاسه ورکوي او لسګونه د استوګنې کورونه او زرګونه هکټاره کرنیزې ځمکې زیانمنېږي.

لیکوال/اېډېټر: Khalid Sahar Nasiri
Khalid Sahar Nasiri
Khalid Sahar Nasiri

خالد سهار افغان خبريال دی. له تېرو څلورو کلونو راهيسې يې له بېلابېلو رسنيو سره د خبريال په توګه کار کړی دی. اوسمهال د هېواد د سياسي، امنيتي او ټولنيزو موضوعاتو په اړه د کوه نور خبري اژانس لپاره راپورونه ليکي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب