کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

پوهنې وزارت د اسنادو د لېږد رالېږد الکترونيکي سيستم فعال کړ

د پوهنې وزارت څخه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د دغه وزارت اړوند د شهادتنامو ریاست له لوري د اسنادو الکترونيکي سيستم «بريد» پرانستل شو. تر دې وروسته به د ښوونځيو اسنادونه د «برید» پروګرام پواسطه لېږل کېږي. د پوهنې وزارت د تضمين او کیفیت معين مولوي عبدالخالق صادق ويلي، د کارونو د ښه والي، اد…

2023-10-22 00:15 77۱ دقیقې لوستل
پوهنې وزارت د اسنادو د لېږد رالېږد الکترونيکي سيستم فعال کړ

د پوهنې وزارت څخه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د دغه وزارت اړوند د شهادتنامو ریاست له لوري د اسنادو الکترونيکي سيستم «بريد» پرانستل شو.

تر دې وروسته به د ښوونځيو اسنادونه د «برید» پروګرام پواسطه لېږل کېږي.

د پوهنې وزارت د تضمين او کیفیت معين مولوي عبدالخالق صادق ويلي، د کارونو د ښه والي، ادارې تامين، شفافيت او د مراجعينو د اسانتيا په موخه يې ياد سیستم رامنځته کړی.

هغه زياته کړې، په تېرو جګړو کې اداري سيستم نه جبرانېدونکي زيانونه ليدلي او په خبره يې، چې دوی هڅه کوي ترڅو يو منسجم او په ټکنالوژي سمبال سيستم رامنځته کړي.

هغه څرګنده کړه، د دغه سیستم له جوړېدو وروسته به کارمندان وکولای شي، چې خپلې دندې په ښه ډول ترسره کړي.

د نتايجو او شهادتنامو رياست رييس مولوي عبدالدقديم  محمد اخندزاده هم دغه نوی جوړ شوی سیستم ګټور ياد کړی او ډاډ یې څرګند کړی، چې په کارونو کې به شفافيت او اسانتيا رامنځته کړي.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب