د پوهنې وزارت سرپرست، مولوي حبيب الله آغا بلخ ولایت کې د دوه جوړو شويو ښوونځيو د پرانېستې پر مهال ويلي، هڅه کوي چې د نړۍ د ساینسي پرمختګونو په نظر کې نیولو او د اسلام د سپېڅلي دين او ملي ارزښتونو په چوکاټ کې یو معیاري ښوونيز نصاب رامنځته کړي.
دغه وزارت په يوه خبرپاڼه کې وايي، چې حبیب الله آغا د بشري ټولنې په پرمختګ کې د ښوونيز نظام پراختيا مهمه ګڼلې ده.
هغه ويلي، افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او اړتيا ده، ترڅو ټول افغانان په ځانګړي ډول ځوان نسل د خپل هیواد د پوهي او زده کړي له لاري د نړۍ سره سيال وګرځوي.
د پوهنې وزارت خبرپاڼه زياتوي، چې سرپرست وزير او ولايتي چارواکو د بلخ اتمي ناحیې اړوند دشت شور سیمه کي يو ښوونځی، د يو لک او شل زره ډالرو په لګښت او دوهم مکتب د پنځمي ناحیې اړوند د ولي عصر په نوم د یولک او شپیته زره ډالرو په لګښت جوړ شوي وو، ګټې اخيستنې ته وسپارل.
د دغه وزارت په داسې حال کې د ښوونيز نظام د پياوړتيا څرګندونې کوي، چې له تېرو دوه کلونو راهيسې په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړل شوي دي.
اوسني چارواکي که څه هم دا بنديز موقت ګڼي؛ خو د دوه کلونو په تېرېدو یې د نجونو د ښوونځيو د بېرته پيليدو په اړه د هېڅ ډول عملي پرمختګ خبر نه دی ورکړی.




