د پوهنې وزارت وياند ويلي، د سرپرست حکومت له بيا واکمنېدو وروسته یې په ټول هېواد کې د ۱۰۰۰ ښوونځيو لپاره نوي او عصري ودانۍ جوړې کړي او ۱۵۰۰ نورې یې بېرته رغولي دي.
د سرچيني په خبره د ښونځيو جوړولو په برخه کې به هغه ولايتونو ته لومړيتوب ورکړي چې جګړو ځپلي دي او ښوونیز نظام پکې له خنډ سره مخ وو.
د سرچينې د معلوماتو پر بنسټ په تېر کې په ټول هېواد کې ۱۸ څخه ډېر ښوونځي موجود وو چې ۷ زرو يې دايمي ودانۍ درلودې، درې زره يې په کرايي کورونو کې وو او اته زره نورو بیا سرپناه نه درلوده.
د ياد وزارت وياند همداراز زياته کړې په هېواد کې يې د ۷۰۰ خيالي ښوونځيو تشکيل له منځه وړی او اوسمهال په ټول هېواد کې خيالي ښوونځي، خيالي ښوونکي او زدکوونکي نشته دي.




