پکتیکا او پکتيکا ولايتونو کې د ۱۴۵ میليونه افغانيو په لګښت د يو شمېر پراختيايي او رغنيزو پروژو چارې پيل شوې
د پکتيکا ولايتي مسوولان وايي، د دې ولايت په ارګون او یوسفخېلو ولسواليو کې د ۱۱۴ ميليونه افغانيو په ارزښت د يو شمېر پروژو چارې پیل شوې.
د دې ولایت د کليو بیا رغونې او پراختيا رياست د معلوماتو له مخې، دې پروژو کې د ارګون او يوسف خېل ولسواليو درېیمه درجه سړکونه، کاريزونه، او کانالونه شامل دي.
بل لوري ته د پکتیا د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولانو هم په دې ولایت کې د «UNOPS» موسسې په مالي ملاتړ د ۳۴ پروژو د پيل خبر ورکړی دی.
د دغه ولايت د کليو بيارغونې او پراختيا رييس مولوي ميرزاجان صادق وايي، د دې پروژو مجموعي لګښت ۳۰ ميليونه ۹۱۷ زره افغانۍ کېږي.
وايي، چې د مرکز ګردېز په بېلابېلو کلیو کې د یونپس(UNOPS) په مالي ملاتړ د ۳۰ میلیونو ۹۱۷ زره افغانیو په لګښت د ۲۴ پروژو چارې پیل شوي دي.
هغه زياتوي، دغه پروژې د ګردېز په ۱۸۵ کلیو کې د خوندي ساتنې، سړکونو د بیارغونې، پلونو، د اوبولګولو، ترانسپورټ او نورو برخو کې پلې کېږي. د نوموړي په وينا د دې پروژو چارې به تر راتلونکو درې مياشتو بشپړې شي.




