کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

پکتيا ولايت کې د دوو کورنيو ترمنځ شل کلنه دښمني په دوستۍ بدله شوه

د پکتيا ولايت د رسنيو له دفتره په يوه خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، د احمدخېلو ولسوالۍ د حسن خېلو په سيمه کې د قومي جرګې له لارې د دغه کورنيو دښمني په دوستۍ بدله شوه. دغه نښته کې له دواړو خواوو ۱۷ تنه وژل شوي وو خبر پاڼه زياتوي په دغه جرګه کې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزير خليل الرحمان حقاني، د پکتيا والي مهرالل…

2023-10-19 22:38 111۲ دقیقې لوستل
پکتيا ولايت کې د دوو کورنيو ترمنځ شل کلنه دښمني په دوستۍ بدله شوه

د پکتيا ولايت د رسنيو له دفتره په يوه خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، د احمدخېلو ولسوالۍ د حسن خېلو په سيمه کې د قومي جرګې له لارې د دغه کورنيو دښمني په دوستۍ بدله شوه.

دغه نښته کې له دواړو خواوو ۱۷ تنه وژل شوي وو

خبر پاڼه زياتوي په دغه جرګه کې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزير خليل الرحمان حقاني، د پکتيا والي مهرالله حماد او نورو ګڼو چاروکو ګډون درلود.

د پکتيا مرستيال والي انعام الله صلاح الدين  وويل، د قومي مشرانو په منځګړيتوب او د اوسني حکومت په هڅو د دوی دښمني په دوستۍ بدله شوه.

نوموړي هيله څرګنده کړه، چې په هېواد کې خپلمنځي ستونزې دې د خبرو له لارې حل شي.

ده همدا راز د حسن خېلو له قوم مننه وکړه، چې د دغې دښمنۍ په له منځه وړلو کې يې مرسته وکړه.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزير پکتيا د خپل سفر موخه د دغې دښمنۍ له منځه وړل او جرګه کې برخه اخيستل ياد کړل.

نوموړي وويل، د قومونو ترمنځ پخوانۍ ستونزې لا هم شته چې د حل په موخه يې يو ځانګړی کمېسيون جوړ کړی، چې سلګونه دښمنۍ يې په دوستۍ بدلې کړي.

قومي مشرانو له سرپرست حکومت خوښ دي، چې په راتګ سره یې ډیرې دښمنۍ په دوستۍ بدلې کړي.

دغه دښمني چې له دواړو لوريو پکې له پنځلسو ډېر کسان وژل شوي وو، له شاوخوا شل کاله دوام وروسته د قومي جرګې له لارې په دوستۍ بدله شوه.

د يادونې وړ ده چې څو ورځې وړاندې هم په غزني ولايت کې د دوو قومونو اوږده دښمني هم په دوستۍ بدله شوه.

لیکوال/اېډېټر: Yousaf Hanif

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب