کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

پکتيا کې د بې پيلوټه الوتکې ګزمې؛ ځايي امنتي ځواکونو پرې ډزې کړي دي

تېره شپه له پکتيا ولایت څخه د هوايي ډزو راپورونه خپاره شول؛ خو نن سه شنبه (د سپتمبر ۱۹مه) د ۲۰۳ منصوري قول اردو مسوولن وايي، د دې قول اردو ځواکونو پر یوې بې پيلوټه الوتکې ډزې کړي دي. د ۲۰۳ منصوري قول اردو ویاند، مجیب الله انصار وايي، دا بې پيلوټه الوتکه د پکتيا پر فضا د ګزمې په حال کې وه. هغه زياتوي، دا بې پيلوټه الوتک…

2023-09-18 21:13 137۲ دقیقې لوستل
پکتيا کې د بې پيلوټه الوتکې ګزمې؛ ځايي امنتي ځواکونو پرې ډزې کړي دي

تېره شپه له پکتيا ولایت څخه د هوايي ډزو راپورونه خپاره شول؛ خو نن سه شنبه (د سپتمبر ۱۹مه) د ۲۰۳ منصوري قول اردو مسوولن وايي، د دې قول اردو ځواکونو پر یوې بې پيلوټه الوتکې ډزې کړي دي.

د ۲۰۳ منصوري قول اردو ویاند، مجیب الله انصار وايي، دا بې پيلوټه الوتکه د پکتيا پر فضا د ګزمې په حال کې وه.

هغه زياتوي، دا بې پيلوټه الوتکه ښايي د امريکا وي.

له تېرو دوه کلونو راهيسې د افغانستان پر فضا د امريکا د بې پيلوټه الوتکو ګزمې نه دي بندې شوي.

که څه هم په لومړيو کې افغان چارواکو د دغو الوتکو د ګزمو په اړه څه نه ويل؛ خو وروستيو کې یې په دې اړه توند غبرګونونه ښودلي دي.

د ملي دفاع وزارت سرپرست ملا یعقوب مجاهد څه موده وړاندې په خپلو څرګندونو کې وویل، چې دا امريکايي الوتکې د پاکستان د هوا له لارې افغانستان ته داخلېږي.

هغه له امريکا وغوښتل، چې د افغانستان د فضا اشغال دې پای ته ورسوي.

امريکايي چارواکو تر اوسه د افغانستان پر فضا د خپلو بې پيلوټه الوتکو د ګزمو په اړه څه نه دي ويلي؛ خو وخت ناوخت وايي، چې په افغانستان کې ټولې «ترهګرې» ډلې تر څار لاندې لري.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب