د کليو د بیا رغونې او پراختيا وزارت له لوري په پکتیا ولايت کې د ۳ چیک ډيمونو د جوړولو چارې پیل شوي.
دغه چیک ډيمونه د کليو د بیا رغونې او پراختيا وزارت له لوري د څه باندې ۴۰ ميليونه افغانيو په لګښت جوړيږي چې نن يې عملا چارې پیل شوې.
د دغه چیک ډيمونو د جوړېدو په چارو کې به سلګونو تنو ته د کار کولو زمینه هم برابره شي.
مسولين وايي، د یادو چیک ډيمونو په جوړېدو سره به د باران اوبه مهار او هم به د ځمکې لاندې اوبو سطحه برقراره وساتل شي.
د يادونې ده چې سرپرست حکومت ويلي، په ټول هېواد کې د چیک ډيمونو جوړولو هڅې کوي.
تر دې وړاندې هم د ياد وزارت له لوري په ګڼو ولايتونو کې د چیک ډيمونو جوړولو چارې پیل شوي چې ګڼو کسانو ته پکې د کار کولو زمینه برابره شوې.




