کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

پکتيا کې د ځمکې لاندې اوبو کچه له ۵ تر ۷ مترو ښکته شوې

(پکتيا، چهارشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۹) د پکتيا ولايت د سينديزې فرعي حوزې رياست کې د (ځمکې لاندې اوبو څخه د سالمې ګټې اخيستنې) په موخه د عامه پوهاوي غونډه کې د دې رياست د اوبو تنظيم يو مسلکي انجنير احمدالله احمدزی وايي چې دې ولايت کې د ځمکې لاندې اوبو کچه له ۵ څخه تر ۷ مترو پورې ښکته شوې ده. هغه د اوبو د کچې ښکته کېدل، د اندي…

2023-10-11 22:51 84۲ دقیقې لوستل
پکتيا کې د ځمکې لاندې اوبو کچه له ۵ تر ۷ مترو ښکته شوې

(پکتيا، چهارشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۹) د پکتيا ولايت د سينديزې فرعي حوزې رياست کې د (ځمکې لاندې اوبو څخه د سالمې ګټې اخيستنې) په موخه د عامه پوهاوي غونډه کې د دې رياست د اوبو تنظيم يو مسلکي انجنير احمدالله احمدزی وايي چې دې ولايت کې د ځمکې لاندې اوبو کچه له ۵ څخه تر ۷ مترو پورې ښکته شوې ده.

هغه د اوبو د کچې ښکته کېدل، د انديښنې وړ بولی.

نوموړی د اوبو کچې د ښکته کيدلو لامل د ځمکې لاندې اوبو د خپل سرې ايستل او ناوړه ګټه اخيستنه بولي.

ښاغلي احمدزي وویل: «موږ اوسط نيولی په ځينو سيمو کې پينځه او ان اوو متره اوبه ښکته تللې دي دا ځکه چې د ځمکې لاندې اوبو څخه ناوړه ګټه اخيستل کېږي او غير عادلانه رايستل کيږي.»

د پکتيا اوسېدونکي هم وايي په سيمو کې يې ډیری کاریزونه او چينې وچې شوې دي.

د دې ولايت د احمدابا ولسوالۍ اوسېدونکی محمد شريف وويل: «زموږ په سيمه کې يو کاريز و، چې پخوا يې د يوې ژرندې اوبه لرلې، خو درې مياشتې کيږي وچ شوی دی او همدارنګه مو يو بل کاريز درلود هغه هم دوه کاله مخکې وچ شوی دی.»

بلخوا د پکتیا ولایت مرستیال انعام الله صلاح د (ځمکې لاندې اوبو څخه د سالمې ګټې اخيستنې) په اړه د عامه پوهاوي په غونډه کې وويل: «اسلامي پر داسې يوې طرحې کار کوي، چې د هرې ژورې څاه څخه د اوبو د راويستلو لپاره د برېښنا بيل په څير د اندازه ګيري وسيله لګوي او ماليه به پرې وضع کيږي او دا به د دولت بوديجې ته جمع کيږي.»

دې وروستیو کې د هيواد په بيلابيلو ولايتونو کې له وچکالۍ څخه د خلکو شکايتونه ډير شوي دي.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب