کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

پکتيا کې د یوې ناپېژاندې ناروغۍ له کبله اته ماشومان مړه شوي

د پکتيا ځايي مسوولان د دغه ولايت په يحيی‌خېلو ولسوالي کې د یوې نوې ناروغۍ د خپرېدو خبر ورکوي. د دوی په وينا، د يادې ناروغۍ په درملنه کې د پکتيا روغتياپالان هم پاتې راغلي چې ورسره يې د خلکو اندېښنې زياتې کړي دي.   همداراز، تراوسه د دغې ناروغۍ له امله اته ماشومان مړه شوي دي.  ځايي خلک وايي، پر ماشومانو يې…

2024-04-14 19:01 201۱ دقیقې لوستل
پکتيا کې د یوې ناپېژاندې ناروغۍ له کبله اته ماشومان مړه شوي

د پکتيا ځايي مسوولان د دغه ولايت په يحيی‌خېلو ولسوالي کې د یوې نوې ناروغۍ د خپرېدو خبر ورکوي.

د دوی په وينا، د يادې ناروغۍ په درملنه کې د پکتيا روغتياپالان هم پاتې راغلي چې ورسره يې د خلکو اندېښنې زياتې کړي دي.

  همداراز، تراوسه د دغې ناروغۍ له امله اته ماشومان مړه شوي دي.

 ځايي خلک وايي، پر ماشومانو يې داسې ناروغي ګډه شوې چې پر بدن یې دانې راخيژي او شديده تبه یې د بدن ځينې برخې له فعاليته غورځوي چې په پايله کې د ماشومان د مړينې لامل ګرځي.

 تراوسه د دې ناروغۍ په اړه د پکتيا روغتياپالانو او د عامې روغتيا رياست څه نه دي ويلي.

لیکوال/اېډېټر: Sumira Sayedi
Sumira Sayedi
Sumira Sayedi

ثمیرا سيدي افغان خبریاله ده او په بېلابېلو مسایلو د افغان پرېس خبري اژانس لپاره خبرونه ليکي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب