کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

پکتيا کې د ۴۹ ميليونه افغانيو په ارزښت د دوه پروژو چارې پيل شوې

د پکتيا په ډنډپټان ولسوالي کې د ګمرک رياست اړوند د سوداګريزو توکو د ساتنې لپاره د ګدامونو او د توکو د تشريح ميدان ترڅنګ د احاطوي ديوال جوړولو چارې پیل شوې چې ۴۴ ميليونه افغانۍ لګښت به ورباندې وشي. د مالیې وزارت د ګمرکونو د ملاتړ او پراختيا رييس محمدموسی عمر وايي،  پکتيا ګمرک چې تازه ډنډ پټان ولسوالي ته انتقال شوی…

2023-11-08 22:33 109۲ دقیقې لوستل
پکتيا کې د ۴۹ ميليونه افغانيو په ارزښت د دوه پروژو چارې پيل شوې

د پکتيا په ډنډپټان ولسوالي کې د ګمرک رياست اړوند د سوداګريزو توکو د ساتنې لپاره د ګدامونو او د توکو د تشريح ميدان ترڅنګ د احاطوي ديوال جوړولو چارې پیل شوې چې ۴۴ ميليونه افغانۍ لګښت به ورباندې وشي.

د مالیې وزارت د ګمرکونو د ملاتړ او پراختيا رييس محمدموسی عمر وايي،  پکتيا ګمرک چې تازه ډنډ پټان ولسوالي ته انتقال شوی د مناسب ځای نشتوالي له امله به سوداګريز توکي خراب او زيانمنيدل چې د دې پروژې په بشپړېدو سره به یې مخه ونيول شي.

ښاغلي عمر وويل: «دغه پروژه د مالیې وزارت له لوري د ۴۴ ميليونه افغانيو په لګښت پلې کيږي، چې د سوداګريزو توکو د ساتنې لپاره ګدامونه، د تشريح ميدان او د موټرو تمځای او د ګمرک د احاطې ديواد پکې شامل دی، چې د سوداګرو لپاره به ډېرې اسانتياوې پکې محيا شي.»

همدارراز د پکتيا څمکنيو او ډنډپټان ولسواليو تر مينځ نرګسي سيمه کې د ولسي خلکو له لوري د پينځه ميليونه افغانيو په لګښت د يو نښلوونکي پل د جوړېدو چارې پيل شوې.

د سيمې اوسېدونکی او قومي مشر تاج محمد وايي، د دې پل په جوړېدو سره به د يادو دواړو ولسواليو زرګونه خلک په اسانۍ تګ راتګ کوي، چې له دې وړاندې ډېر مهال د سيلابونو له امله به لارتړلې او خلک له ګڼو ستونزو سره مخ وو.

تاج محمد زياته کړه: «د سيلابونه له امله به دا لار دير وخت بنده خلک او مريضان به له ګڼو ستونزو سره مخ و نو موږ اړ شوو، چې دا پل خپله جوړ کړو او عام یې لګښت ورکوي، چې په جوړيدو سره یې زرګونه خلک او آن موږ له خوست ولايت سره پرې تګ راتګ وګړو.»

د یادونې ده چې خلک له سرپرست حکومته غواړي چې هېواد کې د رغونې او بيارغونې پروژې تطبيق کړي څو بې روزګاره کسانو ته هم پکې د کار زمينه برابره شي.

لیکوال/اېډېټر: Yousaf Hanif

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب