د پکتيکا ولايت د طبيعي پېښو په وړاندې د مبارزې رييس ويلي، د پکتیکا ولایت زلزله ځپلو لپاره د ۱۵۰ کورونو د جوړولو چارې بشپړې شوې.
نوموړی زیاتوي، د دغو کورونو په جوړولو ۳ لکه ۱۲ زره امريکايي ډالر لګښت راغلی، او د کنسرن مؤسسې له لوري جوړ شوي دي.
د مسولينو په خبره دغه کورونه په ګيان ولسوالۍ کې د هغه کورنیو لپاره جوړ شوي، چې تېر کال يې زلزله کې خپلې مېنې له لاسه ورکړی.
دمنصور په خبره، هر کور دوه د استوګنې خوني، دهليز، تشناب او پخلنځي لري، چې چې د شپږو مياشتو په موده کې جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شول.
کنسرن مووسسې د دغو کورونو په جوړېدو سره په پکتيکا کې خپل فعالیتونه هم پای ته ورسول.
د يادونې ده، چې په دې وروستيو کې هم په هرات کې زرګونه کورونه زلزلې نړولي.
سرپرست حکومت په يوه اعلاميه کې ويلي، چې په زنده جان او غوريانو ولسوالیو کې هم د زلزله ځپلو کورنیو لپاره ۲۱۰۰ نوي کورونه جوړوي.




