کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

پکتیا کې د ۱۸ میلیونه افغانیو په ارزښت درې ښوونځي جوړېږي

د پکتیا ولایت د پوهنې ریاست مسوولانو خبر ورکړی چې د یاد ولایت په تروې او وړممۍ ولسوالیو کې د درې ښوونځیو لپاره د ودانۍ جوړولو کارونه پیل شوي چې ۱۸ میلیونه افغانۍ لګښت ورباندې راځي. ددغه ریاست لخوا پرون ورځ(سه شنبه، د وري ۲۶)پر خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه درې ودانۍ په پکتیا کې د خدای میر لومړني ښوونځی، شهداء صالحین…

2025-04-15 20:36 27۱ دقیقې لوستل
پکتیا کې د ۱۸ میلیونه افغانیو په ارزښت درې ښوونځي جوړېږي

د پکتیا ولایت د پوهنې ریاست مسوولانو خبر ورکړی چې د یاد ولایت په تروې او وړممۍ ولسوالیو کې د درې ښوونځیو لپاره د ودانۍ جوړولو کارونه پیل شوي چې ۱۸ میلیونه افغانۍ لګښت ورباندې راځي.

ددغه ریاست لخوا پرون ورځ(سه شنبه، د وري ۲۶)پر خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه درې ودانۍ په پکتیا کې د خدای میر لومړني ښوونځی، شهداء صالحین نوي جوړ شوي ښوونځي او د وړممۍ لومړني مرکزي ښوونځي لپاره د ۱۸ میلیونه افغانیو په ارزښت جوړېږي.

هېره دې نه وي چې تروې او وړممۍ ولسوالۍ د پکتیا ولایت لرې پرتې ولسوالۍ دي چې په تېر کې یې د پوهنې، روغتیا او پراختیایې پروژو په برخه کې کار نه دی شوی.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب