کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

پکتیا کې د ۱۹۲ میلیونه افغانیو په لګښت د ۱۵ ښوونځیو جوړولو کارونه بشپړ شوي

د پکتیا ولایت ځایې مسوولانو خبر ورکړی چې د یاد ولایت په مرکز او بېلابېلو ولسوالیو کې د جاپان هېواد په مالي مرسته د معارف وزارت لخوا د ۱۵ ښوونځیو د جوړولو کارونه چې ۱۹۲ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راغلی پای ته رسېدلي دي. د دغه ولایت چارواکو پرون ورځ"دوشنبه، د غبرګولي په ۱۲"تاریخ خبر ورکړی چې دغه ۱۵ ښوونځي د معارف وزارت د سر…

2025-06-02 21:10 133۱ دقیقې لوستل
پکتیا کې د ۱۹۲ میلیونه افغانیو په لګښت د ۱۵ ښوونځیو جوړولو کارونه بشپړ شوي

د پکتیا ولایت ځایې مسوولانو خبر ورکړی چې د یاد ولایت په مرکز او بېلابېلو ولسوالیو کې د جاپان هېواد په مالي مرسته د معارف وزارت لخوا د ۱۵ ښوونځیو د جوړولو کارونه چې ۱۹۲ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راغلی پای ته رسېدلي دي.

د دغه ولایت چارواکو پرون ورځ"دوشنبه، د غبرګولي په ۱۲"تاریخ خبر ورکړی چې دغه ۱۵ ښوونځي د معارف وزارت د سرپرست او یو شمېر سیمه ییزو چارواکو په شتون کې د یوې غونډې په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.

د راپورونو په اساس له دغه ۱۵ ښوونځیو یو یې په مرکز او ۱۴ نور په بېلابېلو ولسوالیو کې جوړ شوي چې ۱۹۲ میلیونه افغانۍ مجموعې لګښت پرې راغلی دی.

د پکتیا د معارف ریاست د مالوماتو په اساس دغه ښوونځي د جاپان هېواد په مالي لګښت او د یاد ریاست تر څارنې لاندې جوړ شوي دي.

باید وویل شي چې دغه ۱۵ ښوونځي هر یو د شپږ درسي خونو لرونکی، یوه اداري خونه، د پاکو اوبو سیستم، د پنځه کیلو واټه لمریزو برېښنایې سیستم پانو، احاطه لرونکي دېوال او د نورو تعلیمي اسانتیاوو درلودونکي دي.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب