کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

پکتیا کې له پاکستان سره د خرلاڅې دروازه تړل شوې

د پکتیا په ډڼدپټان ولسوالي کې له پاکستان سره د خرلاڅې لار له تېرو څو ورځو راهیسې تړل شوې ده.یو شمېر ځايي سرچینو افغان پرېس ته ویلي چې یاده لار د دواړو خواوو ترمنځ تر یوې لنډې جګړې وروسته تړل شوې ده.په همدې حال کې ځايي مسوولینو هم افغان پرېس ته د یادې لارې تړل کېدل منلي دي. د پکتيا ولايت مقام وياند عبدالقدير احمدي &nbsp…

2023-11-02 00:41 103۱ دقیقې لوستل
پکتیا کې له پاکستان سره د خرلاڅې دروازه تړل شوې

د پکتیا په ډڼدپټان ولسوالي کې له پاکستان سره د خرلاڅې لار له تېرو څو ورځو راهیسې تړل شوې ده.
یو شمېر ځايي سرچینو افغان پرېس ته ویلي چې یاده لار د دواړو خواوو ترمنځ تر یوې لنډې جګړې وروسته تړل شوې ده.
په همدې حال کې ځايي مسوولینو هم افغان پرېس ته د یادې لارې تړل کېدل منلي دي.

د پکتيا ولايت مقام وياند عبدالقدير احمدي  ويلي چې په ډنډپټان ولسوالي کې له پاکستان سره د «خرلاڅي» دروازه له کرښې هغې غاړې ته د جګړې له امله تړل شوې.
د احمدي په خبره لاره د پاکستاني لوري لخوا تړل شوې او هيڅ ډول تګ راتګ نه پرې کيږي.
له پاکستان سره ډيری صادرات او واردات د پکتیا ډنډپټان ولسوالي کې د خرلاڅې له لارې ترسره کېدل.
دا لار په داسې حال کې تړل کېږي چې اوس مهال له پاکستان څخه ګڼ شمېر افغان کډوال په جبري ډول را اېستل کېږي چې په تورخم او سپین بولدک کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب