پکتیا کې پر یوه کور د تندر غورځېدو پېښه کې پنځه تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
د پکتیا ولایت مسوولانو خبر ورکړی چې د یاد ولایت په سید کرم ولسوالۍ کې نن شپه(چهارشنبه، د کب ۲۲)پر یوه کور تندر را غورځېدلی چې له امله یې یو تن مړ او څلور نور ټپیان دي. د پکتیا ولایت له پېښو سره د مبارزې ریاست د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره خبر ورکړی چې دغه پېښه نن شپه نږدې نهه بجې د یاد ولایت د سید کرم ولسوالۍ په بر سیجنک…
2025-03-11 22:52 116۱ دقیقې لوستل
د پکتیا ولایت مسوولانو خبر ورکړی چې د یاد ولایت په سید کرم ولسوالۍ کې نن شپه(چهارشنبه، د کب ۲۲)پر یوه کور تندر را غورځېدلی چې له امله یې یو تن مړ او څلور نور ټپیان دي.
د پکتیا ولایت له پېښو سره د مبارزې ریاست د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره خبر ورکړی چې دغه پېښه نن شپه نږدې نهه بجې د یاد ولایت د سید کرم ولسوالۍ په بر سیجنک سیمه کې د ورښت پر مهال رامنځ ته شوې ده.
د یاد ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند منیب ځدراڼ رسنیو ته ویلي چې په دغه پېښه کې ټپي شوي وګړي یې د درملنې په موخه روغتون ته انتقال کړي دي.

Bilal ahmad Meeraniبلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.