د پکتیکا ولايت د احصايې او معلوماتو ریاست وایي،په ۱۴۰۲ لمريز کال کې په ټوليز ډول ۸۶ زره او ۴۹۷ کسانو ته پېژند پاڼې وېشلې دي، چې ۳۹ زره او ۱۷۴ الکترونيکي او ۴۷ زره او ۳۲۳ نورې یې کاغذي تذکرې دي.
ددغه ولایت د احصايې او معلوماتو رئیس مولوي فیض محمد صمیم وايي، د مرکز په ګډون دپکتیا ولايت په ټولو ولسواليو کې د دوی اړوند دفترونه فعال دي.
نوموړي ویلي، تېر کال د يادو دفترونو له لارې توانيدلي دي چې ۶ زره او ۵۵۲ کسانو ته په کاغذي تذکرو کې د اصلاحاتو او ۷ زره او ۷۷۳ نورو کسانو ته د زېږون کارتونه او د مړینې پارچې ورکړي.
ورته مهال د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ویاند محمد حلیم رفع وایي،د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د هېواد په کچه د الکترونیکي تذکرو د وېش لړۍ لرې پرتو سیمو او ولسوالیو ته غځولې ده چې د یادو سیمو اوسېدونکي په اسانۍ وکولای شي خپلې الکترونیکي تذکرې ترلاسه کړي.
دا په داسې حال کې ده چې اوس مهال ډېر شمېر هېوادوال د برېښنايي تذکرو اخیستو پر مهال د مراجعینو د زیاتوالي له کبله له ستونزو شکایت کوي.
خبرياله: خاطره اکبري




