اطلاعاتو او کلتور وزارت ويلي، د پکتيا ولايت په ځاځي اريوب ولسوالي کې د سپينې شګې تفريحي سیمه کې د سیلانیانو لپاره هوټل جوړوي.
د مسوولينو په خبره، د هوټل لومړي کارونه يې ترسره کړي او په نږدې راتلونکي کې به يې د جوړېدو چارې هم پيل کړي.
مسوولين وايي، د دغه هوټل په جوړېدو سره به د سیلانیانو ستونزې حل شي.
اطلاعاتو او کلتور وزارت تر دې وړاندې ويلي وو، هېواد کې د سیلانیانو لپاره هر ډول اسانتياوې برابروي.
د سرپرست حکومت له راتګ وروسته افغانستان ته د سیلانیانو د راتګ کچه د تېر په پرتله ډېره شوې.
د يادونې وړ ده چې باميان ولايت په بند امير تفريحي سیمه کې به هم د سیلانیانو لپاره هوټل جوړ شي.




