کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

ځاځي اریوب کې له غره څخه راښکته شوي لېوه درې کسان داړلي، یو په‌کې مړ دی

د پکتیا په ځاځي‌ اریوب ولسوالۍ کې لېوه یوه کلي ته راښکته شوی، چې درې کسان یې داړلي دي. د پکتیا د امنیه قومانداني ویاند منیب ځدراڼ ویلي، چې په دې پېښه کې یو ماشوم وژل شوی او دوه نور ټپیان دي. هغه زیاتوي، دغه لېوه ځاځي‌ اریوب ته نږدې «دلدار غره» څخه یوه کلي ته راښکته شوی.     د ځدراڼ په خب…

2023-09-21 05:05 98۱ دقیقې لوستل
ځاځي اریوب کې له غره څخه راښکته شوي لېوه درې کسان داړلي، یو په‌کې مړ دی

د پکتیا په ځاځي‌ اریوب ولسوالۍ کې لېوه یوه کلي ته راښکته شوی، چې درې کسان یې داړلي دي.

د پکتیا د امنیه قومانداني ویاند منیب ځدراڼ ویلي، چې په دې پېښه کې یو ماشوم وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.

هغه زیاتوي، دغه لېوه ځاځي‌ اریوب ته نږدې «دلدار غره» څخه یوه کلي ته راښکته شوی.    

د ځدراڼ په خبره، وژل شوی کس جاوېد نومېږي او ۷ کاله عمر یې درلود.  

سرچینې ویلي، چې امنیتي ځواکونه پر وخت د پېښې ځای ته رسېدلي او ټپیان یې روغتون ته رسولي.

سرچینې د ټپیانو روغتیایي وضعیت د ډاډ وړ ښودلی.

ځا‌ځي‌ اریوب د پکتیا له هغو ولسواليو څخه شمېرل کېږي، چې د ډېرو ځنګلونو لرلو له کبله یې په غرونو کې بېلابېل وحشي ژوي ژوند کوي.

دا لومړی ځل دی، چې په ځاځي اریوب کې دا ډول پېښه رامنځ ته کېږي.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب